ایکنا خبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ، په یمن کې د القاعدې ډلې سرغنې او جنایتکار خالد باطرفي په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، د یمن له پوځ او ولسي کمیټيانو سره په مبارزې کښې زمونږ رول ښکاره دی او هیڅوک ترې انکار نشي کولای او مونږ د یمن په یولسو (۱۱) جبهو کښې په جنګونو کښې ګډون وکړ .
په یمن او سعودي عربستان کښې د القاعده ډلې د سرغنې خالد باطرفي دغه څرګندونې په داسې حال کښې مطرح شوي دي چې د یمن انصار الله غورځنګ په ځلونو ویلي دي چې د سعودي عربستان ائتلاف د یمن له پوځیانو او ولسي کمیټیانو سره د مقابلې لپاره د داعش او د القاعده ډلې له غړیو استفاده کوي .
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د کورنیو چارو وزیر عبدالکریم الحوثي هم مخکې ویلي وو د سعودي عربستان ائتلاف د داعش او د القاعده ډلې له عناصرو څخه د یمن د ځواکونو پرضد د جنګ لپاره استفاده کوي .
د یمن پرضد د سعودي عربستان په جنګ، حملو او بریدونو کښې زرګونو ښاریز چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دي وژل شوي دي او دغه هیواد د خوراکي شیانو او د درملو له سخت کمښت سره مخ دی .
داعش ، القاعده ، جبهه النصر او نورې په لسګونو ترهګرې وهابي ډلې سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، بحرین ، اردن ، اسرائیلو ، امریکا ، انګلستان ، فرانسې او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره په ګډه جوړې کړي دي او دغه ډلې هم په ښه ډول د بره ذکر شویو هیوادونو خدمتونه کوي .